مساپره

د کرېسمېس ورځ ده. ټول ښار تړلی دی. پرون چې له کاره راغلم. په دروازه کې لیک پروت و. د دریم پوړ ګاونډي راته ایښی و. اسحاق نومېږي. یوازې اوسي. له مېرمنې جلا شوی. دوې لوڼي لري. دواړې تر ما مشرانې دي. اسحاق یهود دی. 

په لیک کې یې را ته لیکلي و چې که د کرېسمېس په ورځ رخصت یم، ده کره ور شم. ښځه او لوڼې یې راځي. ويل یې که د سهار ۱۱ بجو ته ورشم، ښه دی. ځکه ويل یې، ټول به تیار وي. غرمې ډوډۍ ته یې زما د خوړو غم هم کړی و. ويل یې غم مه کوه، که دې پیلمرغ نه دی خوښ سابه هم تیاروم. 

اسحاق ويل وروڼه یې هم له امریکا، اکسفورډ او د لندن له نورو سیمو ډوډۍ ته راځي.

ټوکي دی. وايي مه وار خطا کېږه، ټول واده شوي او یا هم ملګرې لري.

 
-         د امریکا ورور مې  له مصرۍ مسلمانې سره واده کړی. ساعت به دې ورسره تېر وي.
 
سهار مې هماغسې وکړل. ځان مې تیار کړ. له ځانه سره مې شاربل چې څه ورته یوسم. ګل که چاکلېټ؟ 
 
لاندې ولاړم. دروازه مې وټکوله. ساعت ټیک ۱۱ بجې وې.  له دننه مې غږ واورېد.
 
-          ګاونډۍ به مې وي
 
یو لوړ دنګ سړي ور را پرانیست. تېزې شنې سترګې یې وې. له ور پرانیستو سره یې زما نوم واخیست. دننه یې ور وبللم. تر سالونه نری دهلېز و. دواړو دېوالونو باندې یې انځورونه، په عبراني لیکل شوي تابلوګانې او رسامۍ لګېدلې وې. په سالون کې لوی مېز پروت و. اسحاق پرې یو څه ایښودل. د پخلنځي ټوکر يې پر غاړه و. 

اسحاق له لرې سلام راته وکړ. وروڼه، لوڼې او مېرمنې یې را ته ودرېدل.  مسلمانه ورېندار یې په رنګ غنم رنګې وه. درنه مېندواره وه. په درېدو کې مېړه مرسته ورسره وکړه. د سر څوکۍ ته یې زه و بللم. دوه وروڼه یې مارک او ډېوېډ زما خواته ناست و.
 
د مارک ملګرې سپینه نرۍ نجلۍ وه. د یوسف ملګرې نه وه. اسحاق بېرته له پخلنځي را ستون شو. بیا یې ټول په تفصیل را معرفي کړل. ويل یې د کور مشر یې ډېوېډ دی. 
 
-         په موږ کې بلا دی.
 
 د ډېوېډ مېرمن داسې مېړه ته کتل لکه پرې ویاړي چې. اسحاق پسې لګیا شو. ويل یې ډېوېډ د امریکا په یوه پوهنتون کې پروفېسر دی. د هغه د کتابونو نومونه یې یاد کړل.
-         ښه، ښه، یو یې ما لوستی دی. د یونان له یوه تلوېزیون سره مې ستاسې یوه مرکه هم لېدلې.
-         نو خوشاله یم چې دلته تاسې هم وینم. اسحاق راته ويل چې د افغانستان یې. ډېر خوښ شوم.

زه ورته مسکۍ شوم، لکه مننه چې ورته وایم. په دې کې مارک را غږ کړل:
 
-         بیا خو زما ډېره په کار یې
 
ما ور وکتل. خبر یې را ته ګونګه وه. اسحاق پوه کړم:
 
-         دی له یوې داسې ټولنې سره کار کوي چې له قبایلي سیمو سره یې سر و کار دی. له هغو سره مرسته کوي چې خپل کولتور وساتي.
-         زه غواړم د پاکستان کلاشو ته ورشم. نورستان ته مې هم زړه دی.
-         که دې مرسته په کار وه، غږ کوه
 
یوسف په خبرو کې را ولوېد.
 
-         لکه چې یو زه پاتې یم. زه هم غواړم د افغانستان په کانونو یو څه ولیکم.
 
ټول په خندا شول. د اسحاق مېرمن وويل دا نجلۍ پرېږدۍ اوس. خبرې وروسته هم کېږي. د ډېوېډ مسلمانې مېرمن په لوړ خندني غږ وويل.
 
-         بس اوس زما وار دی
 
مریم را ته مخامخ کښېناسته. د افغانو ښځو حال یې را څخه و پوښت. ويل یې دا فېمېنېسته ده. د خپلو کتابونو او تیوریانو نوم یې را ته واخیست. اسحاق او وروڼه یې ټول په پخلنځي کې سره را ټول ول، د پيلمرغ پخول هم اسانه نه دي. ټول لکه چې په تیارۍ لګیا ول. 

د اسحاق دواړه لوڼې سندرغاړې دي. دواړه د سالون په ګوټ کې پیانو ته ناستې وې. یوې یې په انګرېزي سندره ويل او بلې یې په ېدېش. ېدېش د ختیځې اروپا د یهودانو ژبه ده. نجونو سندره ویله. مور یې داسې شوه لکه اثر چې یې پرې کړی وي. پوه نه شوم چې ولې. 

د نجونو سندره خلاصه وه. د اسحاق مېرمن ټول د ډوډۍ مېز ته وبلل. ټولو خبرې کولې. څوک پر سیاست لګیا و، څوک پر تاریخ ګډ و او چا بیا روان حالت څېړه. ډوډۍ په خبرو خبرو ختمه شوه. 

یوسف بخښنه وغوښته. ويل یې باید د ملګرې د پلار کورته د کرېسمېس مبارکۍ ته ورشي. نجونې هم  پاڅېدې، ويل یې د ملګرو کور ته ځي. مارک او ملګرې یې هم رهي شول. د ډېوېډ مېرمن هم د خوب خونې ته ولاړه. ډېوېډ له موږ بخښنه وغوښته. په مېرمن پسې رهي شو. ويل یې همدا یې میاشت ده. مرستې ته به اړه وي. 

اسحاق او مېرمن یې د مېز یوه او بل سر ته ناست و. ما د لوښو مینځلو د مرستې ست ورته وکړ. دواړو ويل نه ماشین ته یې اچوي.
 
ما هم مننه او مخه ښه وکړه. بېرته کورته را وختم. وطن ته مې زنګ وواهه. ما ويل د خویندو وروڼو احوال واخلم. ټيلیفون مې ورور پورته کړ. ويل یې ورځ مې څنګه وه. ما د خپل یهود ګاونډي کیسه ورته وکړه. د هغه غږ لوړ شو ویل یې:
 
-         د یهودانو کور ته تللې وې؟
-         هو مېلمنه یې وم. 

ټیلیفون یې بند کړ. بیا مې زنګ وواهه خو پورته یې نه کړ. د کور ور مې ووهل شو. ور مې پرانیست، ګاونډي مې کېک راوړی و، ویل یې هېر شوي یې و چې مساپره یم.

 
د لندن شمال، د ۲۰۱۳ کال، د ډسمبر ۲۱ مه،  د ماښام شپږ بجې او ۱۳ دقیقې

وخت


د سهار ۴ بجې وې. موبایل مې زنګونه پيل کړل، له ځانه مې لرې ایښی و ما ویل هسې نه په خوب کې یې مړ نه کړم،  په زنګ وېښه شوم خو له لاسه مې نه کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ له پرتو څاڅکو پو شوم د باندې باران و.د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته یې شور پیل کړ. په عذاب یې کړم. را پاڅېدم.

یکشنبه ده. لندن په دې ورځ غلى وي، خلک ويده، ټرانسپورت خوب وړى ورو او په ځنډ حرکت کوي. زما اورګاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوه ساعت لار په دوو کې وهي. هر ځای درېږي. کله کله خو بیخي میرات ناوخته شي. سړی کار کې په شرمو وشرموي.

د اورګاډي تمځای بند و. بس ته ودرېدم، په ۵ دقیقو کې را ته. نری نری باران ورېده. ساړه هم و. زه د تمځای له یوه سره بل ته تلم. هسې قدم مې واهه. ځان مې توداوه. دوه منزله سور بس را ورسېد. خال خال کسان په کې ناست وو. زه دویم پوړ ته وختم. له شیشې سره کښېناستم. د ځینو سپرليوغوږۍ په غوږ وې، سندرې به يې اورېدې، سترګې یې پټې او سرونه یې را ځړېدل. خامخا به خوبوړي و اخر چربانګ مهال و.

سپرليو ته مې وکتل داسې راښکاره شول چې يا به د پولنډ وي او يا هندوان. دا دواړه ډلې ډېر خواري کښه دي. ټول لندن په همدوی ودان دی. هغه د نه سړي کار هم دوی کوي. سمه نیم ساعت لار به مو وهلې وه. بس نا څاپه ودرېد. ډراېور ويل څه ستونزه ده، ورته ويل شوي چې بس تر هغو ودروي چې بل یې مرستې ته ورځي.

هغه ځینې ویده هم لکه چې اوس ویښ و. له ځانه سره وبوږنېدل. ښايي د ناوخته کېدو غم ورسره و. ما هم ساعت ته وکتل. څه کم پنځه وې ما ويل که زما ساعت خراب دی. له نورو مې وپوښتل. یوه هندو را غږ کړل:

-          ولې نه وې خبره چې ساعت بدلېږي؟

پولنډي په ماته ګوډه انګرېزي ورسره ومنله. پسې لګیا شو. د برتانیا د ساعت بدلېدو سیستم یې را ته بیان کړ.

 زه خبره وم خو هسې مې له نورو پوښتنه وکړه. ځان مې سم ډاډه کاوه. دلته ساعت په کال کې دوه وارې بدلېږي. په اوړي او ژمي کې. مخته او شاته ځي. پام مې شو چې ډېره وختي له کوره را وتلې یم.

د هغه بل بس پته لا نه لګېده. زړه مې په تنګ شو. هسې هم وخته را وتلې وم. له بسه ووتم. تمځای ته نژدې د ښاري نقشې پایې ته ودرېدم. ځان مې پوهاوه چې چېرې یم. د لندن په زړه کې د تېمز غاړې په جنوب کې وم نو باید مرکز ته روانه شم. له سینده پر پله واوښتم. ټول سیند په څراغونو روښانه و. شاوخوا ټولو کورونو کې څراغونه لګېدل. په اوبو کې کښتۍ تېرېدې. د خلکو شور او ځوږ و لکه دلته چې خلک خوب نه لري.

زه له سینده تېره شوم. کوڅو ته ننوتم. له ما پرته نو دلته انسان نه تر سترګو کېده. داسې چوپه چوپتیا وه ته وا له کوڅې انسانو ګډه کړې وي. باران  یو څه تېز شوی و. چترۍ مې پر ځان خوره کړه. له ډېرو تنګو کوڅو تېره شوم. د لندن زړه ته ورسېدم. د ښاروالۍ خلکو پاکاوه. خلک په اردو، پنجابي او هندي سره لګیا ول. چا جارو کوله، چا په ماشین سړکونه مینځل او چا بیا انبار موټر ته خالي کول.

دفتر ته ورسېدم. نور انګرېز همکاران مې لا  له وړاندې راغلي و. کمپیوټر مې ولګاوه. مشرې مې راته وويل.

-          وخته راغلې يې.
-          خوب نه راته.

خبرونه مې وکتل. افغانستان کې ماين شل کسه وژلي وو. د ورا موټر يې الوځولى و. پورته شوم. په دهليز کې کښېناستم. وخت نه تېرېده.


د ۲۰۱۳ کال د اګست ۲۷، د سهار ۶ او ۳۰ دقیقې، اکسفورډ سرکس، د بي بي سي مرکزي ودانۍ.