مساپره

د کرېسمېس ورځ ده. ټول ښار تړلی دی. پرون چې له کاره راغلم. په دروازه کې لیک پروت و. د دریم پوړ ګاونډي راته ایښی و. اسحاق نومېږي. یوازې اوسي. له مېرمنې جلا شوی. دوې لوڼي لري. دواړې تر ما مشرانې دي. اسحاق یهود دی. 

په لیک کې یې را ته لیکلي و چې که د کرېسمېس په ورځ رخصت یم، ده کره ور شم. ښځه او لوڼې یې راځي. ويل یې که د سهار ۱۱ بجو ته ورشم، ښه دی. ځکه ويل یې، ټول به تیار وي. غرمې ډوډۍ ته یې زما د خوړو غم هم کړی و. ويل یې غم مه کوه، که دې پیلمرغ نه دی خوښ سابه هم تیاروم. 

اسحاق ويل وروڼه یې هم له امریکا، اکسفورډ او د لندن له نورو سیمو ډوډۍ ته راځي.

ټوکي دی. وايي مه وار خطا کېږه، ټول واده شوي او یا هم ملګرې لري.

 
-         د امریکا ورور مې  له مصرۍ مسلمانې سره واده کړی. ساعت به دې ورسره تېر وي.
 
سهار مې هماغسې وکړل. ځان مې تیار کړ. له ځانه سره مې شاربل چې څه ورته یوسم. ګل که چاکلېټ؟ 
 
لاندې ولاړم. دروازه مې وټکوله. ساعت ټیک ۱۱ بجې وې.  له دننه مې غږ واورېد.
 
-          ګاونډۍ به مې وي
 
یو لوړ دنګ سړي ور را پرانیست. تېزې شنې سترګې یې وې. له ور پرانیستو سره یې زما نوم واخیست. دننه یې ور وبللم. تر سالونه نری دهلېز و. دواړو دېوالونو باندې یې انځورونه، په عبراني لیکل شوي تابلوګانې او رسامۍ لګېدلې وې. په سالون کې لوی مېز پروت و. اسحاق پرې یو څه ایښودل. د پخلنځي ټوکر يې پر غاړه و. 

اسحاق له لرې سلام راته وکړ. وروڼه، لوڼې او مېرمنې یې را ته ودرېدل.  مسلمانه ورېندار یې په رنګ غنم رنګې وه. درنه مېندواره وه. په درېدو کې مېړه مرسته ورسره وکړه. د سر څوکۍ ته یې زه و بللم. دوه وروڼه یې مارک او ډېوېډ زما خواته ناست و.
 
د مارک ملګرې سپینه نرۍ نجلۍ وه. د یوسف ملګرې نه وه. اسحاق بېرته له پخلنځي را ستون شو. بیا یې ټول په تفصیل را معرفي کړل. ويل یې د کور مشر یې ډېوېډ دی. 
 
-         په موږ کې بلا دی.
 
 د ډېوېډ مېرمن داسې مېړه ته کتل لکه پرې ویاړي چې. اسحاق پسې لګیا شو. ويل یې ډېوېډ د امریکا په یوه پوهنتون کې پروفېسر دی. د هغه د کتابونو نومونه یې یاد کړل.
-         ښه، ښه، یو یې ما لوستی دی. د یونان له یوه تلوېزیون سره مې ستاسې یوه مرکه هم لېدلې.
-         نو خوشاله یم چې دلته تاسې هم وینم. اسحاق راته ويل چې د افغانستان یې. ډېر خوښ شوم.

زه ورته مسکۍ شوم، لکه مننه چې ورته وایم. په دې کې مارک را غږ کړل:
 
-         بیا خو زما ډېره په کار یې
 
ما ور وکتل. خبر یې را ته ګونګه وه. اسحاق پوه کړم:
 
-         دی له یوې داسې ټولنې سره کار کوي چې له قبایلي سیمو سره یې سر و کار دی. له هغو سره مرسته کوي چې خپل کولتور وساتي.
-         زه غواړم د پاکستان کلاشو ته ورشم. نورستان ته مې هم زړه دی.
-         که دې مرسته په کار وه، غږ کوه
 
یوسف په خبرو کې را ولوېد.
 
-         لکه چې یو زه پاتې یم. زه هم غواړم د افغانستان په کانونو یو څه ولیکم.
 
ټول په خندا شول. د اسحاق مېرمن وويل دا نجلۍ پرېږدۍ اوس. خبرې وروسته هم کېږي. د ډېوېډ مسلمانې مېرمن په لوړ خندني غږ وويل.
 
-         بس اوس زما وار دی
 
مریم را ته مخامخ کښېناسته. د افغانو ښځو حال یې را څخه و پوښت. ويل یې دا فېمېنېسته ده. د خپلو کتابونو او تیوریانو نوم یې را ته واخیست. اسحاق او وروڼه یې ټول په پخلنځي کې سره را ټول ول، د پيلمرغ پخول هم اسانه نه دي. ټول لکه چې په تیارۍ لګیا ول. 

د اسحاق دواړه لوڼې سندرغاړې دي. دواړه د سالون په ګوټ کې پیانو ته ناستې وې. یوې یې په انګرېزي سندره ويل او بلې یې په ېدېش. ېدېش د ختیځې اروپا د یهودانو ژبه ده. نجونو سندره ویله. مور یې داسې شوه لکه اثر چې یې پرې کړی وي. پوه نه شوم چې ولې. 

د نجونو سندره خلاصه وه. د اسحاق مېرمن ټول د ډوډۍ مېز ته وبلل. ټولو خبرې کولې. څوک پر سیاست لګیا و، څوک پر تاریخ ګډ و او چا بیا روان حالت څېړه. ډوډۍ په خبرو خبرو ختمه شوه. 

یوسف بخښنه وغوښته. ويل یې باید د ملګرې د پلار کورته د کرېسمېس مبارکۍ ته ورشي. نجونې هم  پاڅېدې، ويل یې د ملګرو کور ته ځي. مارک او ملګرې یې هم رهي شول. د ډېوېډ مېرمن هم د خوب خونې ته ولاړه. ډېوېډ له موږ بخښنه وغوښته. په مېرمن پسې رهي شو. ويل یې همدا یې میاشت ده. مرستې ته به اړه وي. 

اسحاق او مېرمن یې د مېز یوه او بل سر ته ناست و. ما د لوښو مینځلو د مرستې ست ورته وکړ. دواړو ويل نه ماشین ته یې اچوي.
 
ما هم مننه او مخه ښه وکړه. بېرته کورته را وختم. وطن ته مې زنګ وواهه. ما ويل د خویندو وروڼو احوال واخلم. ټيلیفون مې ورور پورته کړ. ويل یې ورځ مې څنګه وه. ما د خپل یهود ګاونډي کیسه ورته وکړه. د هغه غږ لوړ شو ویل یې:
 
-         د یهودانو کور ته تللې وې؟
-         هو مېلمنه یې وم. 

ټیلیفون یې بند کړ. بیا مې زنګ وواهه خو پورته یې نه کړ. د کور ور مې ووهل شو. ور مې پرانیست، ګاونډي مې کېک راوړی و، ویل یې هېر شوي یې و چې مساپره یم.

 
د لندن شمال، د ۲۰۱۳ کال، د ډسمبر ۲۱ مه،  د ماښام شپږ بجې او ۱۳ دقیقې

وخت


د سهار ۴ بجې وې. موبایل مې زنګونه پيل کړل، له ځانه مې لرې ایښی و ما ویل هسې نه په خوب کې یې مړ نه کړم،  په زنګ وېښه شوم خو له لاسه مې نه کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ له پرتو څاڅکو پو شوم د باندې باران و.د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته یې شور پیل کړ. په عذاب یې کړم. را پاڅېدم.

یکشنبه ده. لندن په دې ورځ غلى وي، خلک ويده، ټرانسپورت خوب وړى ورو او په ځنډ حرکت کوي. زما اورګاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوه ساعت لار په دوو کې وهي. هر ځای درېږي. کله کله خو بیخي میرات ناوخته شي. سړی کار کې په شرمو وشرموي.

د اورګاډي تمځای بند و. بس ته ودرېدم، په ۵ دقیقو کې را ته. نری نری باران ورېده. ساړه هم و. زه د تمځای له یوه سره بل ته تلم. هسې قدم مې واهه. ځان مې توداوه. دوه منزله سور بس را ورسېد. خال خال کسان په کې ناست وو. زه دویم پوړ ته وختم. له شیشې سره کښېناستم. د ځینو سپرليوغوږۍ په غوږ وې، سندرې به يې اورېدې، سترګې یې پټې او سرونه یې را ځړېدل. خامخا به خوبوړي و اخر چربانګ مهال و.

سپرليو ته مې وکتل داسې راښکاره شول چې يا به د پولنډ وي او يا هندوان. دا دواړه ډلې ډېر خواري کښه دي. ټول لندن په همدوی ودان دی. هغه د نه سړي کار هم دوی کوي. سمه نیم ساعت لار به مو وهلې وه. بس نا څاپه ودرېد. ډراېور ويل څه ستونزه ده، ورته ويل شوي چې بس تر هغو ودروي چې بل یې مرستې ته ورځي.

هغه ځینې ویده هم لکه چې اوس ویښ و. له ځانه سره وبوږنېدل. ښايي د ناوخته کېدو غم ورسره و. ما هم ساعت ته وکتل. څه کم پنځه وې ما ويل که زما ساعت خراب دی. له نورو مې وپوښتل. یوه هندو را غږ کړل:

-          ولې نه وې خبره چې ساعت بدلېږي؟

پولنډي په ماته ګوډه انګرېزي ورسره ومنله. پسې لګیا شو. د برتانیا د ساعت بدلېدو سیستم یې را ته بیان کړ.

 زه خبره وم خو هسې مې له نورو پوښتنه وکړه. ځان مې سم ډاډه کاوه. دلته ساعت په کال کې دوه وارې بدلېږي. په اوړي او ژمي کې. مخته او شاته ځي. پام مې شو چې ډېره وختي له کوره را وتلې یم.

د هغه بل بس پته لا نه لګېده. زړه مې په تنګ شو. هسې هم وخته را وتلې وم. له بسه ووتم. تمځای ته نژدې د ښاري نقشې پایې ته ودرېدم. ځان مې پوهاوه چې چېرې یم. د لندن په زړه کې د تېمز غاړې په جنوب کې وم نو باید مرکز ته روانه شم. له سینده پر پله واوښتم. ټول سیند په څراغونو روښانه و. شاوخوا ټولو کورونو کې څراغونه لګېدل. په اوبو کې کښتۍ تېرېدې. د خلکو شور او ځوږ و لکه دلته چې خلک خوب نه لري.

زه له سینده تېره شوم. کوڅو ته ننوتم. له ما پرته نو دلته انسان نه تر سترګو کېده. داسې چوپه چوپتیا وه ته وا له کوڅې انسانو ګډه کړې وي. باران  یو څه تېز شوی و. چترۍ مې پر ځان خوره کړه. له ډېرو تنګو کوڅو تېره شوم. د لندن زړه ته ورسېدم. د ښاروالۍ خلکو پاکاوه. خلک په اردو، پنجابي او هندي سره لګیا ول. چا جارو کوله، چا په ماشین سړکونه مینځل او چا بیا انبار موټر ته خالي کول.

دفتر ته ورسېدم. نور انګرېز همکاران مې لا  له وړاندې راغلي و. کمپیوټر مې ولګاوه. مشرې مې راته وويل.

-          وخته راغلې يې.
-          خوب نه راته.

خبرونه مې وکتل. افغانستان کې ماين شل کسه وژلي وو. د ورا موټر يې الوځولى و. پورته شوم. په دهليز کې کښېناستم. وخت نه تېرېده.


د ۲۰۱۳ کال د اګست ۲۷، د سهار ۶ او ۳۰ دقیقې، اکسفورډ سرکس، د بي بي سي مرکزي ودانۍ.

ژوند و مرګ

ما لا د چایو پیسې نه وې ورکړې چې د کړکۍ په غاړه مې هغې څوکۍ ته پام شو. زه تل هماغلته کښېنم. پیاله  مې له ځان سره واخیسته. د څوکۍ څنګ ته سړي خپل بکس پرې ایښی و. داسې لکه ما ته چې یې دا ځای نیولی وي. زما له ورتګ سره یې بکس لرې کړ.

-          دا ځای ستاسو دی
-          مننه
دا چای خانه مې له دفتره دوې دقیقې لرې ده. هره ورځ ورته له کاره وروسته راځم. داسې لکه عمل چې مې وي. چای اخلم. نیم ساعت په کې ناسته یم. کله کتاب لولم، کله د باندې سړک ته ګورم، کله هسې هېڅ چورت نه وهم. غواړم ذهن مې ویده کړم چې ارام وکړي. دا د لندن زړه دی. ځینې یې د لندن د پیسو ګټلو زړه بولي. سېلانیان په کې ګرځي، عکسونه اخلي، په ډلو ډلو ناست وي.  ما په پیاله کې د بورې پوړۍ خلاصوله د څنګ سړي وپوښتلم:

-          ما او تا لکه چې د دې چای خانې وفداره مشترانو یو
-          کنه، که موږ نه وای څه به یې کول

سړي په قه قه وخندل. تک سپین مخ یې سره را ګونجې شو. په شنو سترګو کې یې اوښکې ډند شوې. لاس یې داسې د څنګ جېب ته  یوړ لکه د کورتۍ له جېبه چې دستمال را اخلي. خو کورتۍ یې نه وه اغوستې. یوازې نېکټايي یې له پیکه اسماني رنګه کمیس سره اغوستې وه. داسې ښکارېد لکه  په بېړه چې راوتی وي او د ديريشۍ کورتۍ یې په کور کې پرې ایښي وي. ما دستمال ورته ونیو.

-          مننه، وبخښه ډېر وخت مې نه و خندلي
-          بیا مې نو ثواب وګاټه
-          بیخي، زما نوم الکساندر دی. زه په هغې ودانۍ کې کار کوم.
-          هغه چې ۱۸ منزله ده؟
-          هو
-          واو، څه کوئ؟
-          د ای ټي سپېشلست یم خو فیزیک مې لوستی.
-          بیا خو نو بیخي د کار سړی یې
-          چې ته وایې
له چایو مې غوړپ وکړ. ما ویل سړی به وايي چې نجلۍ په دې سپینه ږیره راباندې مینه شوه. خپل کتاب مې را واخیست. کتاب په دې دی چې څنګه ښځو په برتانیا او لوېدیځه نړۍ کې د خپل حق لپاره مبارزه کړې ده. څنګه یې کار ته مخه کړه. له سترګو لاندې مې ولید چې الکساندر د څوکۍ لاندې په دوو پښو لکه کوړکه چرګه ناست دی.

-          خیر خو دی
-          وبخښه
-          هېڅ خبره نه ده. ولې داسې په وېره کې یې؟
-          هسې یو څوک مې تعقیبوي
-          ولې؟ څوک؟
-          له ځان سره به یې ساتې!؟ 
-          بیخي بې غمه اوسه
الکساندر هاخوا دې خوا کتل. یا یې سیمه څارله او یا به یې ګومان کوم فکر  کاوه چې پر ما باور وکړي که نه. رنګ یې تک سور اوښتی و. ما هم ټینګ نه کړ. ما ویل په ای ټي کې کار کوي، څه به یې افشا کړې وي نو څوک به ورپسې وي. په دې ورځو کې دا خبرې ډېرې دي. پر تلوېزیون د هغه امریکايي خبر تل خپرېږي چې پټ دولتي اسناد یې رسنیو ته ورکړي و. هغه هم د ای ټي په برخه کې کار کاوه.

ما غوښتل ځان بوخت کړم. موبایل مې له جېبه را وویست. ښه وو په وطن کې مې د ملګرې پیغام راغلی و. هغه یې په اروپا کې چا ته ورکړې نو په دې ورځو کې یې واده دی. ما ته یې ويلي چې تر واده وړاندې به خبرې ورسره کوم ځکه تر هغو چې دا اروپا ته راځي ډېرې ورځې به وتي وي. زنګ مې ور وواهه. د ملګرې ورور غوږۍ پورته کړه. سلام اوعلیک مو وويل.
 
-          تسل جانه غواړم شملې سره خبرې وکړم
-          هغه خو لږ مخکې د کاني کور ته واوښته 

کان یې ترور ده. دوی ټول ټبر په یوه کوڅه کې اوسېږي. ته وا ټوله کوڅه دوی اجاره کړې. د کور ښځې کله په دې کور وي کله په هغه. سره اوړي را اوړي. 

-          ځه خیر دی، ستا کار و بار څنګه دی؟
-          ولا کار نشته، دولت په واسطو او رشوت چلېږي، ګټه وټه نشته. هسې هاخوا دې خوا وخت تېرو.

تسل ته مې تسلي ورکړه چې ژوند هر ځای ګران دی خو هڅه غواړي. ټیليفون مې بند کړ. الکساندر کړکۍ ته کتل خو خبرې یې پیل کړې.

-          مېرمن مې وه
-          ولې دې مېرمن تعقیبوي؟
-          فکر کوي زه له کومې ښځې سره اړیکې لرم
-          نو لرې یې؟
-          نه په خدای قسم، زه مذهبي سړی یم. په انجیل کې هغه ته زنا وایه او سخته سزا لري. په ژوند به هغه کار و نه کړم.
-          خو ورته ووایه
-          ګواښي مې، لس وارې مې ورته ويلي، خبر نه اوري. چیغې بغاري وهي. هغه لا څه چې ټول ژوند یې را تریخ کړی. ما او مېرمن دا دی اته کاله کیږې جلا بېديږو. خبرې په کور کې نه سره کوو. ګټه وټه زه کوم خرڅوي یې دا.
-          ته داسې ملګري نه لرې چې خبرې ورسره وکړې او لار در وښيي؟
-          نه زه له لندنه د باندې په کلي کې اوسم. هلته ټول خلک زما د مېرمن ملګري دي. هغه ما نه پرېږدي چې ملګري پیدا کړم. په کلي کې که یوه ته خبر وکړم ټول عالم به سبا را باندې خبر وي. په لندن کې یوازې داسې ملګري لرم چې د شرابو څښاک ته ورسره تلای شم. نور د خبرو خلک نه دي او نه باور پرې کولی شم. زه هېڅوک نه لرم چې خبرې ورسره وکړم. د زړه راز ورته ووایم. نه پوهېږم څه وکړم...

-          دا خو ژوند دی، هر څه په کې راځي. ته نن کور ته ولاړ شه. له مېرمن سره دې سمې د لویانو په شان خبرې وکړه. که هغه غصه کېده هم، ته حوصله وکړه. وګوره چې څه وايي. زه یوه کمپنۍ پېژنم چې په داسې مسایلو کې له سړیانو سره مرسته کوي. که غواړې زه یې در ایمیل کولی شم.

-          ډېره مننه، له زړه وایم
الکساندر موسکی شو ته وا ساه دې ورکړي وي. سم را ژوندی شو. خپل کارت یې ما ته پر مېز پرېښود خپله په مننو مننو ولاړ. ما يې په ایميل هغه پته ور لېږله. زه هم پاڅېدم. موبایل ته مې یو څه راغلل. غږ یې داسې و لکه د اپلېکشن په واسطه چې یو خبر درځي نو بیا تا خبروي. له وسه مې نه کېده چې و یې وینم. کور ته رهي شوم. 

پر لار مې موبایل ولید. یو نوی رپوټ خپور شوی و چې څنګه په برتانیا کې ډېری نارینه ځانونه وژني او ډېر شمېر یې په رواني ناروغیو اخته کېږي. دلیل دا و چې نارینه که په ودني یا ټول ژوند کې ځورېږي هم غږ نه کوي. چا ته د زړه حال نه وايي او نه هم څوک ځان ته اجازه ورکوي چې د چا شخصي ژوند وپوښتي.

له رپوټ خلاصېدو سره مې تمځای هم را رسېدلی و. کور ته مې یو څو دقیقې لار ده. زړه را ته ويل  په وطن کې ملګرې ته زنګ ووهم هسې نه بیا ډېر نا وخته وي. هماغسې مې وکړل. شملې غوږۍ پورته کړه خو داسې شر شور و لکه د ښځو په جنازه کې چې وي.

-          دا ولې داسې چیغي بغاري دي؟
-          په کوڅه کې یم
-          ولې؟ خیر خو دی
-          هو هغه د کوڅې اخري سر ګاونډي خپله ښځه او اولادونه وژلي.
-          خپله ژوندی دی؟
-          نه ځان یې هم پسې وویشت
 شملې ويل خبرې نه شي کولی ځکه د ګاونډیانو نارینه باید د مړو غم وکړي. ټيليفون مې بند کړ. کور ته را ننوتم چې د موبایل غږ شو.

ایمیل و. د الکساندر.

-          له هغې کمپنۍ سره مې خبرې وکړې. ډېر مهربانه خلک و، ويل یې باید مېرمن هم راضي کړم چې هم زنګ ور ووهي. بیا به دوی پروسه پيلوي. ډېره مننه چې زما کیسه دې واورېده. پوروړی دې یم. الکس

ایمیل مې بند کړ. د شملې ګاونډي رایاد شو. خپله ښځه یې وژلې وه.  نه پوهېدم چې له ژونده پکو و که چا نه اورېده.

 د ۲۰۱۳ کال اګست ۲۶ مه، د لندن زړه، اکسفورډ سرکس، پرېت چای خانه، د ماښام اووه بجې او ۲۸ دقیقې.

مېلمستیا


اتهر لومړی خوراک را وړ. په یوه اوږد غوري ډوله لوښي کې یې درې کچالو ایښي و. ورسره څنګ ته نازکه سلاته ایښې وه. داسې ایسېدل ته وا د ګازرو پوټکي دي. سم نري نري. ځان ته یې هم لوښی کېښود. د سرو شرابو ګیلاس یې نمیايي ډک کړ. څنګ ته یې د اوبو له یوه کوچني جګه ما ته  ګیلاس را ډک  کړ. د ګلانو ګېډۍ د مېز پر بله غاړه ایښې وه.
-          ارمان چې ته غوښه نه خورې.
 -         ولې څه خاص څه دې په پام کې و؟
-          هو ما ويل سبا به ښکار ته تللي وای، کله دې کړی دی؟
-          ښکار؟ نه خو چې کوچنۍ وم، پلار بېولم.
-          ځه ښه چې مقصد ورسره بلده یې. جسپر ته مې ويلي چې دواړه اسونه تیار کړي.
-          اسونه؟ ما کله د اس سپرلۍ نه ده کړې
-          چسپر ښه سړی دی. اولني چلونه به در زده کړي، یوازې به نه یې
 اتهر خپل کچالان خلاص کړل. لوښی یې سم پاک کړ. ما هم ګوله کوله هم مې شاوخوا کتل. د ده کور مې تر سترګو تېراوه. دا ځای سم لکه شاهي ماڼۍ داسې ښکارېد. د لوړې تپې پر سر په یوه لرې کلي کې جوړ دی. شاوخوا ته یې ډېره تکه شنه ځمکه پرته ده. دننه هر څه لري. یو غټ دلان د پخلنځي په بله غاړه کې دی. چې اول راغلم اتهر خپل ټول کور را وښود. دلان ته هم ورغلو. لویه پیانو او د موسیقۍ نورې الې په کې پرتې وې. ويل یې دلته دوی خپل دودیزه دوه کسیزه نڅا کوي. ده ويل په کرېمس کې یې ټول ټبر راځي. 
د اتهر کړپا ختله. ورته و مې کتل، لوی داش  ته یې څه ور ننویستل. د پخلنځي یوې غاړې ته کتابونه، مېز او راډیو ایښې وه. یو شی چې مې ډېر لید کتابونه و. د ناستې کوټې یوه لویه المارۍ درلوده.  لکه ډېر زوړ کتابتون چې وي. اتهر ویل  دا یې د نیکونو نیکونو کور دی نو دا هر څه  لرغوني وي. کتابونه، د محافظه کار ګوند او ښي اړخو پر کارونو، مشرانو او تګلارو باندې و.  ډېر نور بیا د سپین يوستو پر واک، د برتانیا پر اقتصادي خوځښت او امپراطورۍ و. زړه مې  ويل دا سړی لکه چې کوم شاهي رګ لري.
اتهر د بېلا بېلو ماهیانو نه ډک لوښی زما مخې ته کېښود. ځان ته یې د غوښې دوه غټې ټوټې پخې کړې وې. د شرابو بل ګیلاس یې ځان ته نیم ډک کړ. ما ويل د سړي اصل او نصب به وپوښتم خو دی را مخې ته شو. 
-          دا کور زما پلار ډیزاین کړی دی.
-          واو، پلار دې طراح و؟
-          هو، خانداني - مور مې بیا فیزیوتراپسته وه.
-          ښه نو ځکه یې د هر څه غم خوړلی دی. څنکه چې تا خانداني دود مات کړ؟
-          مانا ولې مې په ژبې او ادبیاتو  کې دوکتورا کړې؟
-          هو
-          که رښتیا درته ووایم، ادبیات  زموږ د کولتور یوه برخه ده. ما ته مې خپل کولتور ډېر زیات ګران دی او غواړم ژوندی یې وساتم.
-          کوم شاهي رګ خو نه لرې؟
-          کوم غور نیکه به مې چرته په ماڼۍ کې کار کړی وي خو زه کاملآ د عادي قشر سړی یم.
د اتهر خبره مې په سر کې وګرځېده چې ویل یې غواړم کولتور مې ژوندی وساتم. ده نا څاپه هاخوا دې خوا وکتل. ما ويل چې څه وشو. خو و مې لید چې ساعت یې کوت. داسې لکه له چا سره چې یې ژمنه کړې وي. لاس یې د مېز تر شا اوږد کړ. د تلوېزیون رېموټ یې راواخیست. ساعت ټیک پر لس ولاړ و. ده تلوېزیون ولګاوه. د لسو بجو سر ټکي پېلېدل.  اتهر داسې ورته کتل ته وا په اول ځل خبرونه ګوري. ټول ذکر او فکر یې په سر ټکو کې و.
 یوه مسلمان د لندن په زړه کې د سړک په سر انګرېز سرتېری  په چاقو وژلی و. د خبرونو ډېره برخه په همدې راڅرخېده. دا مسلمان د نایجیریا مهاجر و، خپله عیسوی و خو په لندن کې مسلمان شوی و.
دغه نیم ساعت چې خبرونه روان و د اتهر له خولې یوه خبره و نه وته. دومره ځیر و چې په ګونځي مخ کې یې کرښې لا جوتې شوې وې، عینکې یې د پوزې په سر ايښې وې، داسې کړوپ ورته ناست و لکه تلوېزیون چې لاندې وي او دی بره ناست وي.  
د پېشو میو په خونه کې له تلوېزیون پرته یوازینی غږ و واورېدل شو. دی لارا ورته وايي. توره او سپینه ده- شنې سترګې یې دي. د اتهر په پښو کې ورغړېده. له پیشو سره لاړ. ډوډۍ او اوبه یې ورته  په لوښي کې واچول. بېرته غلی راستون شو.
-          دا زموږ حال دی
-          وبخښه
-          اروپا غرقه ده. یو بدبخت په موږ کې پیدا نه شو چې د وهابیانو د دې کولتوري یرغل پر وړاندې ودرېږي.
-          ته څه غواړې؟
-          کډوال دې نه راپرېږدي، یوازې هغه دې را پرېږدي چې د سړي زامن وي.  د مذهبي افراطیانو  پر ضد باید ټول ودرېږو. که هر ځای وي باید ووژل شي. موږ باید د سعودي او پاکستان غاښ مات کړو.
-          ته فکر کوې وژنه یې د حل لار ده؟
-          ته څه وايې، که په تاسو کې څو کسه ورته درېدلي  وای اوس به په دې حال واست؟ بې کولتوره یې کړئ، پښتونولي یې درته په ځانمرګو بدله نه کړه؟ او څومره یې در ووژل؟
اتهر غصه و. د نایجیریايي عمل وځورولم، زما غوندې هم مسلمان و او هم کډوال و. اتهر په هر ملک معلومات لرل. زموږ له وطنه دومره خبر و چې په ډېرو خبرو یې زه نه پوهېدم. غلې کښېناستم. ښايي ده زما بدل شوی حالت احساس کړ. تلوېزیون یې مړ کړ.
-          قدم وهلو ته د باندې ځو؟
-          په دې ټول کلي کې مو زه کډاله یم او هغه هم مسلمانه.
-          ډېره بدله نه ښکارې- داسې ایسې لکه د سکندر مقدوني نسل.
-          نه بابا
-          و یې منه، زما په شان انګرېز ته چې داسې ښکارې نو پوه شه هغسې اېسې
-           دا کلی امن دی؟
-          تر اوسه خو شکر د وهابیانو نه دی ور پام شوی چې ځانمرګي ورته را واستوي.
-          زه بیا دا غم کوم چې کوم ښي اړخی انګرېز افراطي را نه مرۍ پرې نه کړي
-          نه هغه زموږ د مېلمه پالنۍ د اصولو خلاف دی
-          شکر دی
-           یوه خبر وکړم؟
-          شل خو وکړه
-          خوشاله یم چې اصیل پښتانه پېژنم...
 
د برتانیا شمال لوېدیځ، د وېلز شمال، د رتن کلی
د ۲۰۱۳ کال د اګست ۱۰ مه نېټه، د غرمې یوه بجه او ۳۶ دقیقې.