حیا عزت

د سهار ۴ بجې وې. ټيليفون ته مې زنګ راغی.  د کټ له لاندې  یې غږ را ته. تپه تیاره وه، یوازې د ټیلیفون لږه رڼا مې لیده. په اول زنګ یې نه وم پوه شوې په دې دویم یې ایله وپوهېدم چې موبایل دی. لاس مې د کټ لاندې وغځاوه. سترګې مې پټې وې. یوازې مې په غږ پسې لاس ګرځاوه. تر هغو چې مې پیدا کاوه زنګ بند شو. خوښه شوم چې خوب به پسې وکړم خو په نیم کښو سترګو مې یې نمبر ولید. د وطن و، د کور، هغه مې هم د خور شمعې تیلیفون. سودا مې شوه چې په دې سهار ملا اذان څه چل شوی دی. د باندې شړق باران ورېده. د کوټې پر کړکۍ څاڅکې پرېوتل او ډبهاری یې کاوه. کړکۍ  ډبله ښیښه لري د باران د څاڅکو غږ په درب اوړي.
 اندېښنه مې شوه. بېرته مې زنګ ور وواهه. زنګونه تلل خو د شمعې پته نه وه. اندېښنې نا ارمه کړم. پښې مې بې اختیاره داسې ښورېدې لکه سړی چې تمرین کوي. تیلیفون یې نه اخیست. سم ډېر وخت واوښت ځان ملامت راښکاره شو چې د دې په زنګ ولې نه وم وېښه شوې او پر وخت مې نه و ځواب کړی. ښه و، د بلې غږ مې واورېد.
-          شمې؟
-          سلامونه
-          خیرت خو دی؟
-          هو ویده وې؟
-          نه اټن کوم
-          څو بجې دي؟
-          چربانګ دی
-          ښه، وبخښه
-          څه شوي؟
-          هېڅ نه دي شوي
-          نو بیا دې ولې په ملا اذان زنګ را وواهه؟
-          هغه زما ملګرې ده
-          کومه یوه؟
-          په مکتب کې را سره ده.
-          ښه؟
-          مشکل لري
-          څنګه مشکل؟
-          نه پوهېږم؟
-          ولې؟
-          ښه، ښه سمه ده.
پوه شوم چې بل څوک خونې ته ورغلل او دا خبرې نه شي کولی. شمعې به ځینې خبرې که مهمې به هم نه وې د وروڼو مخته ماته نه کولې. ومې پوښتله:
-          ولې څوک راغلل؟
-          هو صبر چې لږه باندې ووځم…
دا یې ډېر ورو وويل. پوه شوم چې په ازاده خبرې نه شي کولی. شاوخوا به څوک وي.
-          ښه؟
-          څوک دي؟
-          حاجيان…
شمعه وروڼو ته په شفر کې حاجیان وايي. موږ خویندو پرې پوهېږو. نه پوهېږم څرنګه مو دا نوم ورته خوښ کړی خو اوس پرې پوخ شوی دی.
-          ښه نو ستا ملګرې…په زوره خو به یې نه ورکوي؟
-          نه
-          څوک یې خوښ دی؟
-          نه
-        له مکتبه خو به یې نه باسي؟
-          نه
-          ظلم خو هم نه پرې کېږي؟
-          نه وایمه ، وۍ
-          نو څه شوي؟
- بله خبره ده.
سودا مې شوه. وډاره شوم چې حاجیانو څه نه وي کړي. په یوه شېبه کې شل اندېښنې راته پيدا شوې خو دې وویل:
-          پرون موږ کره په لوڅو پښو راغله. رنګ یې ژيړ اوښتی و. رېږدېده او ژړل یې.
-          دا کله؟
-          پرون ماسپښین مهال
-          و یې نه ويل چې ولې؟
-          ورور یې ورپسې دی.
-          څه؟
-          نه پوهېږې ولې؟
-          نه، ورور یې څنګه ورپسې دی؟
-          پرون یې مور په کور کې نه وه. دا جلۍ کور کې یوازې وه. ورور یې راغلی. چاقو ورسره و. دی ته یې ويل چې…
-          چې څه؟
-          چې یا دې وژنم یا….لږ صبر زه لږه لرې لاره شم.
-          څومره لرې؟
-          چې حاجیان مې غږ وا نه وري، وۍ
-          ښه یا دې وژنم یا څه؟
-          چې یا دې په دې چاقو وژنم یا را سره ویده شه…
ما له ځایه را ټوپ کړل.سر مې د کټ سر ته پر دېوال لګېدلې بخارۍ ولګېد. اووووچ مې کړل. شمعې وارخطا شوه:
-          څه وشو؟ له کټه ولوېدې؟
-          نه په بخارۍ مې کوپړۍ ولګېده.
- په تا پسې خو څوک نه دې راغلي چې داسې وډاره شوې.
څه مې ورته ونه ويل. په سر مې درد شول. خو نجلۍ مې له ذهنه ونه وته:
-          نو جلۍ بیا څه شوه؟
-          بېرته مو بیا کور ته بوتله…
-          مور پلار لري؟
-          نه پلار یې بله ښځه کړې، له دوی سره مړی ژوندی نه لري
-          مور یې؟
-          هغه غریبه ایله دوی ته ډوډۍ پیدا کړي. یو ځای ټوله ورځ مزدوري کوي
-          نو اوس یې مور خبره شوه؟
-          هو
-          څه به کوي؟
-          د حیا عزت نارې یې وهلې
-          پولیس ته څوک زنګ نه وهي؟
-          ولې د باران له خولې یې ناوې ته دروې…
-          ګوره ته پام ورسره کوه…تاسو کره دې راځي مرسته ورسره وکړه خو کورته یې مه ځه…ورور سره یې احتیاط کوه
-          څه په بلا یې وهم…وایم چې ځانمرګي ته یې واچوم…