د کورونا ویروس شپې ورځې دي. هر څه بند دي. کارونه له کورونو
کوو. بهر یوازې سودا اخیستو لپاره وځوو. غم او ښادۍ پر زوم/ سکايپ/ وټساپ او وایبر
لمانځوو. بس لیکل، لوستل او اورېدل دي. اوس ډېر وخت لرې چې پر ژوند فکر وکړې. پر
هره ثانیه. هره شېبه. دا لاندینی شعر (شېبې) چې فکر کېږي ارجنتایني شاعر حورخې
لویز بورخېز (Jorge Luis Borges 1899-1986)لیکلی په اوسني حالت کې انرژي راکوي. د ژوند لومړيتوبونه
راته اسانه کوي.
شېبې:
که بیا مې
ژوند کولی
هڅه به
کړم ډېرې تېروتنې وکړم
هڅه به نه
کړم بې جوړې شم، ارام به کوم
لا به
ډېره ساده یم
هر څه به
جدي نه ګڼم
په هر څه
به زړه نه خورم
ډېر خطر
به ګالم، ډېر سفرونه کوم
ډېر
ماښامونه به د خیال په وزر الوځم
پر لا
ډېرو غرونو به خېژم، په لا ډېرو سیندونو کې به لامبم
هلته به
ځم چې نه یم تللې
ډېر ایس
کریم او لږه لوبیا به خورم
ډېرې
رښتینې او لږې خیالي ستونزې به لرم
زه یو له
هغو کسانو وم چې ژوند مې کړی
د ژوند
هره شېبه، په نظم او شعور
هو، د
خوښۍ شېبې مې هم درلودې
خو که بیا
مې ژوند کولی، هڅه به وکړم
یوازې ښې
شېبې ولرم
او
ارزښتمن وخت ضایع نه کړم
زه هغه کس
وم
چې هېڅ
ځای له ترمامیتر
مشکولې،
چترۍ
او پراشوټ
پرته نه تلم، که بیا مې ژوند کولی
نو مزلونه
به بې پامه کوم
که بیا مې
ژوند کولی،
د پسرلي
له پیله به د
د مني تر
پایه، لوڅې پښې ګرځېدی
ګردې ګوښې
به خوځېږم
له ډېرو
ماشومانو سره به لوبې وکړم
که مې بل
ژوند درلودی
خو پام دې
دی، زه د ۸۵ کالو یم،
او پوهېږم چې مړه کېږم
د ۲۰۲۰ کال اپریل ۳۰مه، لویدیځ لندن