افتخار

نه پوهيږم څو بجې وې، لا سهار شوى نه و چې د موبايل تيلي فون پرله پسې زنگونو
راوېښه کړم. سلامونه يې وويل، ما يې لا غږ نه و سهي کړى پېغور ډوله يې وويل:
- بس نو په لندن کې دې موږ اوس هېر کړي يوو، ودې نه پېژندم؟
وبخښئ د تيلي فون غږ سم نه راځي.
عزت الله يم، د حاجي صاحب زوى
څوک؟
اوس خپل کاکا ګان هم نه پيژنې؟
لا مې هم نه و پېژندلى خو له شرمه مې داسې وښودل چې پوره يې پېژنم: ښه ښه، کور کې کراري ده هر څه سم دي، موږ ټول دې په غږ افتخار کوو حاجي صاحب ويل زنگ درته ووه او حال دې واخلم.
را په ياد شو، زما مشر کاکا ته به يې حاجي صاحب ويل. وم پوښت:
کاکا دوى ښه دي
هو ټول ښه دي، په دې کارډ کې مې کرېډېت ختميږي حاجي صاحب غواړي حج ته ولاړ شي نو ويل يې تا ته زنگ ووهم چې يو څه پيسې ورته راوليږې.
تيلي فون بند شو.
کاکا گان مې سترگو ته ودرېدل.

***
تړکنده غرمه وه. کاکا خېل ټول په خپلو خونو کې پکوته ویده وو. زه تږې وم. له خوبه لکه جل وهلې را پاڅېدم. دهلېز ته را ووتلم. د مېلمنو له خونې وروغږونه را تلل.  له ځانه سره مې ويل نن خو یوازې موږ د کاکا مېلمانه یو نور څوک خو نشته. غږونه د چا دي.

تنده مې زوروه وه. فکر مې پرېښود. د انګورو له تاکونو سره نژدې کوهي ته ورغلم. څنګ ته يې اېښي ټول منګي تش و. ژر ژر مې یوه ډولچه اوبه له کوهي را و ایستې. کوچنی شین خټین منګی مې ډک کړ. پاتې ډولچه مې پر سر را واړوله. ځمکه لکه سور اور توده وه. لوڅې پښې يې را سوځولې. په پوندو بېرته چټکه دهلېز ته لاړم.

د مېلمنو له خونې هماغسې پس پس راته. ورغلم، نژدې مې غوږ ورته ونیوه. غږونه اشنا وو. مور او درې کاکا ګان مې وو.

مور مې په ژړغونې غږ ويل:

- همدا دوې بچیانې مې دي. زما ګناه خو نه ده چې کونډه یم. زه غواړم له دوى یو څه جوړ کړم. د پلار مینه خو يې نه ده لېدلې. زه خو یو څه وکړم. وایم دا مکتب به پرې ووایم. په همدې یو شي به مې یادوي او دعا به را ته کوي.

زموږ د کوم یوه لور دوکتورا اخیستې چې پاتې بیا ستا شوې.
- خورې اوس وخت د مکتب نه دی. حالات ښه نه دي. دا ستا د لوڼو د عزت خبره ده. کورونه به يې اباد شي. مور مى نه قانع کيده:

- لالا ماشومانې دي. لا ١٥ نه دي. وايي په دې عمر يې ذهن ښه وي. څه ژر زده کوي.
- پرېږده مکتب مکتب.  څه د پروفېسر غبرګونې خو نه دي. ور يې که چې پرده يې خوندي شي!
د مور غږ مې داسې و لکه زارۍ چې ورته کوي:
- ډېرې کوچنې دي. تر دا شپږمه خو به يې پرې ووایم.

 کاکا گانو يو ځايي په لوړ غږ خبرې شروع کړې:
 - که غواړې جنازه دې خپلوان قبر ته کښته کړو نو زموږ عزت ته وګوره. ورکړه لوڼې دې په خپل بخت وسپاره. کونډه ښځه يې. د لوڼو عزت دې خوندي کړه.

په خونه کې خاموشي شوه. داسې غږ مې واورېد لکه څوک چې راپاڅيږي. ما منډه کړه. په هغه شپه مې مور کالي پټ پټ ټول کړل او راته ويل يې چى سهار به ښار ته په کډه ځو...


اګست/۲۵ ۲۰۱۲ کال
                                                                                                         

6 comments:

  1. په تاسف سره زموږ ټولنه نهایت وروسته پاته ده. خو خیر وخت غواړی کرار کرار به بدلون راشي.
    هغوی ګلان پری کولای شی خو د پسرلی د راتګ مخه نه شی نیولای

    ستا بلاګ می د خپل پاڼی د بلاګونه په لیسټ کې اضافه کړه
    دا هم زما بلاګ دی
    http://andeewal.blogsky.com

    ReplyDelete
  2. ډېره مننه ژوندی اوسې.

    ReplyDelete
  3. nice sana safi dera kha qisa wa manana

    ReplyDelete
  4. This comment has been removed by the author.

    ReplyDelete
  5. sana aw mamon ma blog naway jor karay ghoaram che taso ra sara madad shay paki zaka za der pe ma pohegam naway yama aw za ghoaram che da staso lekane ham paki
    post kama ka staso ejaza we

    http://arskhan6.blogspot.com

    ReplyDelete
  6. سلانونه اغلی سافی
    ډیر په زړه پوری لنډی کسی دی لیکلی دی زه به رښتیا درته وه وایم چی ما د هیچا کیسی هم دومره په لیوالتیا او دلچسپی نه دی لوستلی حقیقت در ته وایم چی نن ماښام ناوخته د سپورته څخه کور ته راغلم ډیر بد ستړی وم نور می دخوځیدو توان نه لرلو زړه می وو چی ډیر وختی ویده شم په کوچ کی د بوټو سره څملاستم لیپټاپ می روښان کړ ماویل چی که کوم نوی یمیل میمیل راته راغلی وی وه به یی ګورم اول می فیسبوک خلاص کړ د فیسبوک د صفحی په سر کی ایمل پسرلی ستاسو د بلاګ لینک پوست کړی وه ناڅاپی بی اختیاره می کلیک پری وکړ چی ستاسو ویب بلاګ ته داخل شوم ستاسو د میلمستاپه نوم لنډه کیسه خلاصه شوه ما ویل چی راځه دا لومړی کرښه به یی ولولم نوره به یی کینسل کړم او خپل اینبوکس به وګورم خوستاسو په کیسه لیکنه کی ډیر ستر خوند او رنګ پروت دی باور وکه چی ما خپل بوتونه همداسی په خپلو پښو کی هیر شوی وو او ستاوټولی کیسی می یوه په بله پسی ولوستله کله چی ختمی شوی وه نو می وویل چی راځه یو څوټکی ردته ولیکم نور خو کوم داسی شی په وس کی نلرم چی ستاسو پری تشویق کړم ای کاش زمونږ ټولو میرمنو ته د تعلیم زمینه برابره شی
    ستاسو د زیاتو کمیابیو او سوکاله ژوند په هیله

    په خورا ډیر احترام
    هیواد
    له بیلجیم څخه

    ReplyDelete