نقشه

د پوهنتون دا سمستر مې د بېلا بېلو ځاينو په باب تجارتي مجلو ته رپوټ ليکل دي. په اوله کې خوشاله وم چې بېلا بېل ځايونه به وګورم، هم خورما او هم ثواب، خو خبره نه وم چې له انگريزانو به څوک په اسانه خير ونه ويني.  استاد مو په څو ډلو ووېشلو، راته ويې ويل  چې بايد په انګلستان کې دننه د يو ځای په اړه ليکنه وکړو.
زه په يوه درې کسيزه ډله کې شوم. يوه زه يم، يوه هم  سلواکۍ نجلۍ  اګنېس او بل هم انګلیس هلک بېيل دی.
د ډلې له معلومېدو وروسته مو په ټولګي کې يو بل ته د ايميل پتې او د تيلي فون شمېرې ورکړې. د راټولېدو ځای مو  وټاکه. ټولو دو شنبه ښه ورځ وبلله. دا دوشنبه په انگلستان کې د دوبي د يوې ورځې رخصتۍ په پلمه پوهنتون تړلى و. د سهار په ۱۱ بجو د لندن په زړه کې د پوهنتون مخې ته راټول شوو. ما له دوى وپوښتل :
 - نو په کومه به ځو؟
بېيل له خپل بکسه کاغذي پېچلې نقشه را وايسته. له پرانيستلو سره سم يې لارو ته وکتل، ويې ويل:
-        بس لاره معلومه ده ځو به.
ما يې مخالفت وکړ:
- نه راځئ يو چای وڅښو، موږ په پښتو کې  متل لرو چې وايي بې چايه جنګ نه کيږي.
اګنېس را مخته شوه:
- تاسې ډېر جنګونه کوئ
- موږ يې نه کوو زموږ په خاوره کې کيږي.
بېيل نقشه بېرته سره ټوله کړه. په بکس کې يې کېښوده راته ويې خندل
-  موږ هم څو ځله درغلي يوو.
 - هو نه يوازې راغلي یاست بلکې وطن مو هم را وېشلى دی.
اګنېس خبره واړوله:
-        ستاسې وطن کله جوړ شوی دى؟
-        له هغې ورځې چې دا ځمکه او اسمان و.
-        نه مطلب مې دا دى چې نظام، حکومت او ....
-        په ۱۷۴۷ کال کې ولې؟
-        هسې، درځه چای به واخلو.
د پوهنتون نه لږ لېرې چای خانه وه. ور ننوتو، هغو دوو کافي او ما چای واخيسته. بېيل په نقشه کې ځايونه په نخښه کول. اګنېس په ټيلي فون اخته وه. ما  له کامرې اضافي عکسونه پاکول. چاى او کافي لا ختمه شوې نه وه چې د اګنېس خبرې په تيليفون تمامې شوې. ځاى پر ځاى ودرېده:
 - چای به  را سره واخلو او رهي به شو بيا ګرمي کيږي.
پر لارې هر يوه له پلان سره سم خپل کار کاوه، ما عکسونه اخيستل، بېيل او اګنېس نوټونه ليکل. په يوه کوڅه کې  لوړه ودانۍ وه. تر نورو يې توپير درلود. داسې ښکارېده چې د ډېر پخوا وخت وي. څنګ ته يې  تنګه کوڅه تېرېده. عکس مې يې واخيست.  د کوڅې په سر کې  لوحه وه. د ځای لنډه پيژندګلوي پرې ليکل شوې وه. ما يې کرښې ونه لوستې د کوڅې اخر ته ورغلم. د يوه لوی پارک په شان ځای و.  گڼې ونې پکې ولاړې وې او تر لاندې يې شنه چمنونه وو . غږ غوږ مې نه اورېده، بالکل  چوپه چوپتيا وه.  شاوخوا په کې لوی او واړه ډبرين قبرونه وه. ځينې يې ډېر لوړ او غټ وه. داسې ښکارېدل لکه دوه درې منزله چې وي.
ماته مخامخ پر يوه غټ قبر ليکل شوي څو توري مې ولوستل. په قبر کې پروت سړی اولېور کارنېول نومېده،  دی په ١٧ مه  پېړۍ کې واکمن و. ما ټولې کرښې نه وې لوستلې چې بېيل  را ورسېده. د قبر شناختې ته ودرېد.
- واوووو دا څومره زوړ دی!
- هو زوړ خو دی خو دا ووايه چې دا ځيني قبرونه ولې دومره غټ دي؟
بېيل ژر ژر سترګې اړولې. د قبرونو پر سر معلومات يې لوستل. ما پوښتنه بيا تکرار کړه. بېيل په بيړه وويل:
- څومره چې قبر لوی او غټ وي مانا دا ده چې په منځ کې پروت کس د هغومره  شان او شوکت خاوند و.
- ښه نو اولېور کارنېول څوک و؟
بېيل پر قبر لاس کېښود، لکه له نه زړه چې لگيا وي:
- اولېور  کارنېول زموږ اخري د ېکتاتور و.
-   ښښښښښښه ستاسې اخري دېکتاتور په ۱۶۵۸ کال کې مړ شوی؟
همداسې ده.
اګنېس په داسې لهجه چې طنز په کې له ورايه ښکارېده وپوښت:
-        باوري يې چې همدى مو وروستى و؟
-        هې هې تاسو نجونې اوس کار کوئ که زموږ پر واکمنو خاندئ؟
ما اګنېس ته اشاره وکړه خو بېیل ته مې وويل:
-        ټوله عمر مو د نورو په واکمنانو خندلي لږ خو اوس خپل دارو هم وڅکئ؟
بېيل نقشه پرانيستله. مخ يې په کې پټ شو. پوه نه شومه چې زما په خبر خوښ دى که خپه. اګنېس ته مې وکتل. هغې بېیل ته کتل لکه  په چورت کې چې تللې وي. زه يې وپوښتلم:
-        ستاسو اخري دېکتاتور کله تېر شوى دى؟
په ځواب کې بېيل مخته شو:
-        پوښتنه دې له سره وکړه، ورته ووايه چې بل دېکتاتور مو کله راځي؟
له غصې سره شنه شوم ما ويل داسې ځواب ورکړم چې د اولېور غوندې تر ځمکې لاندې شي خو اګنېس وويل:
-        هې مسټره، خپله نقشه دې گوره له تا مې نه و پوښتلي.
د اګنېس خبرې خوند راکړ پسې زياته مې کړه:
- اګنېس خير دى، نقشه ورسره ده کوم بل ځاى به وېشي او دېکتاتور به ورته پيدا کوي.
بېيل وخندل چټک گامونه يې واخيستل، موږ لا په هديره کې وو چې دى ترې وتلى و.  

3 comments: