عراق افغانستان

په لندن کې مې ډېر وخت نه دی تېر شوی. نه ډېر خلک پېژنم او نه له ډېرو ځايونو خبره يم. د تيمز سيند پېژنم. تل ورته راځم. خړې اوبه يې وينم چې په سر يې له سېلانيانو ډکې کښتۍ روانې وي. ځينې کښتۍ بيا تل پرې ولاړې وي، خلک ورځي لکه د رستورانت ډوډۍ او څښاک په کې خرڅيږي. زه محصله يم، دومره پيسې نه لرم چې د لندن په زړه کې، په دومره ګران بيه ځای کې خوراک او څښاک وکړم. البته د اوبو، سيند او د سيند شاوخوا ننداره وړيا ده.

په هغه  ورځ مې غوښتل اوبو ته نژدې ورشم.  ښه نژدې چې بوی يې لا احساس کړم . دا اوبه ولاړې نه دي، روانې دي خو سمندر ته ورنژدې کيږي او د خوځښت سرعت يې دومره کم دی ته وا ولاړې دي. شايد همدا دليل وي چې يو ډول بوی هم ترې لټېږي خو په عذابوونکی بوی نه دی.

د سيند پر غاړه د برنډې په شان ځايونه جوړ شوي دي. له پياده روه يوه يا دوه زينې ورخيژې، پراخې برنډې دي. کټارې ترې راتاو دي چې اوبو ته څوک ونه لويږي. په کټارې چې تکيه وکړې د اوبو او په اوبو کې د کښتيو او پورې غاړې د دنګو ودانيو سيل ښه ترې کيږي.

د برنډې پر زينه مې پښه اېښوده چې يو څوک مې وليد. يو ځوان و.

د معيوبينو په ارابه لرونکې  چوکۍ  ناست و. په پياده رو د برنډې زينې ته نژدې ودرېد. د سيند خواته يې کتل. ما ويل که افغان دی. څېره يې زموږ خلکو ته ورته وه. تور برېونه يې ول. غنم رنګی و.

زينې ته مې وکتل. ځوان مرستې ته اړتيا لرله. په انګرېزي ژبه مې وپوښت:

-         مرسته درسره  وکړم؟
-         هو لطفآ
په پښتو ژبه مې پسې و پوښت:
-         افغان يې؟
ځواب يې د انګرېزي ژبې وبخښه و. پوه شوم چې د بل ځای دی. مرسته مې ورسره وکړه چې برنډې ته يې چوکۍ پورته شي. 

سر يې وښوراوه موسکی شو لکه مننه چې کوي:
داسې ښکاري لکه د بل ځای چې يې. دلته د خلکو ډېر لږ چاته پام وي.
-         هو افغانه يم
-         ښښښښه زه د کردستان يم

له ځانه سره مې ويل ما خو په نقشه کې د کردستان په نامه وطن نه دی ليدلی. ښايي زما لخوا د  ځواب له نه اورېدو وروسته يې فکر کړی وي چې لا نورو جزيياتو ته اړتيا لرم. ده پسې زياته کړه:

-         زما مقصد عراق دی.
-         ښه ښه
مخ مې ترې وا ړاوه د سيند پر غاړه ودرېدم. لاندې مې اوبو ته کتل. اوبه خړې پړې وې. سمندري سپين  مرغان پرې ټيټ الوتل، کله به پرې کښېناستل . لکه د هيليو يا بتو غوندې مرغان وو. د کښتيو تېرېدلو به په اوبو کې څپې جوړې کړې. مرغان به داسې وښورېدل لکه په زانګو کې چې ټالۍ وهي. په کښتيو کې سېلانيانو عکسونه  اخيستل.

د پارلمان ماڼۍ د سيند په  غاړه را ښکارېده. د بېګبېن پر ساعت ۵:۱۵ دقيقې وې. چای خانې له خلکو ډکې وې. زه هم تږې وم خو دلته مې پر چايو پيسې نه ورکولې. ما ويل پښې به وغوړوم. پلې به وګرځم.

ځوان مې چور له ذهنه ووت. هغه وټوخل شايد غوښتل يې چې ورته وګورم. ورته ومې کتل. موسکی و. ور څخه ومې وپوښتل:

-         په عراق کې اوس حالات څنګه دي؟
په نرمه لهجه او ټيټ غږ يې وويل:

-         ماته ګوره دغه حال دی. ستاسې په وطن کې خو هم جنګ دی کنه؟
-         هو، ځکه خو دلته يم
-         ممم
-         په پښو دې څه شوي؟
-         د کور مخې ته په بم والوتم. پښې يې دواړه رانه قطع کړې.
-         اوو، وبخښه

زړه مې ورته بد شو. خوابدې يې کړم. بېرته مې اوبه ته وکتل. ماته افغانستان سترګو ته درېده. غوښتل مې پام بدل کړم. په موضوع فکر ونه کړم ښه و هغه خبره واړوله.

-         دلته څه کوې؟
-         په کالج کې زده کړې کوم.
-         ډېر ښه زه هم درس وايم، نړيوالې اړيکي لولم.
-         زه ژورناليزم لولم.
-         واده دې کړی؟
-         نه
-         ما هم نه دی کړی. ښايي و يې هم نه کړم.
-         ولې؟
-         څه فکر کوې له ما سره به څوک واده ته حاضره شي؟

څه مې ونه ويل، ما ويل هسې نه  فکر وکړي چې نجلۍ را باندې مينه شوه.
ده هم څه ونه ويل. ښايي پوهېدلی وي چې نه غواړم په موضوع خبرې وکړم. د موبايل پر شيشه مې ساعت ته وکتل. ده بله غوٍښتنه  وکړه:

-         کولای شم ستاسې نمبر واخلم .
نه پوهېږم ولې انکار مې ونه کړای شو. نمبر مې ورکړ. هغه د پياده رو خواته وخوځېد. بيا مې مرسته ورسره وکړه چې له برنډې کوز شي. هغه په لاسونو د چوکۍ ټېرونه چابک چابک رهي کړل. زه هم د سيند پر غاړه روانه شوم. موبايل ته مې ليکلی پيغام راغی.

شمېره نوې وه، و مې ليد، راته ليکلي يې و:

-         سلام، زه هغه عراقی يم، لږ وړاندې مو سره وليدل. خوشاله شوم چې خبرې مې درسره وکړې. ما ويل خپل نوم درکړم، زه عباس نومېږم.

ځواب مې ورنه کړ. موبايل مې بېرته په جېب کې کېښود، لږ وروسته بل پيغام راغی:
-         زه سينما ته نه يم تللی، که وخت لرې سبا به سره لاړ شو.
دا ځل مې ځواب ورکړ .اول مې غوښتل تريخ ځواب ورکړم خو پښې يې مې سترګو ته ودرېدې، ورته ومې ليکل:

-         مننه له پيغامه. زه  پوهنتون ته ځم.
د پيغام له لېږلو سره د کور په لور وخوځېدم .د اورګاډي تمځای نژدې و خو لا نه وم ور رسېدلې  چې بيا مې موبايل ولرزېده. پيغام و.

-         مننه له ځوابه. هيڅ خبره نه ده چې مصروفه ياست. زه په هغه ورځ سينما ته تلم چې په بم والوتم.

ستيشن ته رسيدلې وم. ټرېين په يوه دقيقه کې را ته. ژر مې  ورته وليکل:
-         زه په خپل ټول عمر کې سينما ته نه يم تللې. کله چې سينما وه زه وړه وم چې زه لويه شوم سينما نه وه.
پيغام مې ولېږه زه اور ګاډي ته وختم. اورګاډی د ځمکې لاندې روان و. نور نو موبايل کار نه کاوه.

چې اورګاډی د ځمکې له تله را ووت موبايل ته مې دوه سر په سر ليکلي پيغامونه راغلل. دواړه د عباس و، په لومړي کې يې ليکلي و:

-         په عراق او افغانستان کې سينما نه ليدل کيږي په لندن کې خو يې بايد وګورو.

په دويم کې يې ليکلي و:

-         وبخښه زه شله ښکارم. د بدو سړی نه يم. زړه مې تنګ دی.
ما يې لا دويم پيغام بشپړ نه و لوستی چې بل پيِغام يې را ورسېد:
-         په عراق کې د سينما شوق پښې راغوڅې کړې، دلته لکه چې زړه راماتوي.
ورته ومې ليکل:
-         لندن لوی ښار دی، هغه چې په سينما روږدې وي درسره لاړې به شي، زړه مه ماتوه، ښکار بدل کړه.
ښه په ځنډ يې ځواب راغی:
-         زه نه وم خبر چې افغانان دومره بد خلک دي.
غصه راغله. ځواب مې ورنه کړ، لږ وروسته يې بل پيغام وليکه:
-         طالبان دې ژوندي وي.
-         تاسو ته دې القاعده او صداميان ژوندي وي.
تر ډېرو يې بل پيغام رانه غی، ښه ناوخته يې بيا وليکل:
-         جنګ ځپلو هېوادونو ته سوله په کار ده.
ما د تيلي فون چېپ بدل کړ چې شمېره مې نوره ونه لري.

No comments:

Post a Comment