شکايت

د ماښام اته نيمې بجې وې. د ټولگي وخت مو خلاص شو. کرۍ ورځ په کار کې يم، ماښام چې ټولگي ته راځم ستړې يم، چې رخصتېږو نه پوهېږم له کومه بيا انرژي پيدا کړم. خوشاله شم. په دې کورس پيسې ورکوم نو دا هم نه شم کولى چې ورنه شم. د ټولگي په تمامېدو ټولې نجونې ښځينه تشناب ته ځو. ګومان نه کوم چې د ټولو به ضرورت وي. غيبت يا په هنداره کې د ځان سمولو لپاره ورځو. د اورگاډي تر تمځايه زموږ د ټولو لاره يوه ده. که د يوې کار وي نورې ورته ستنېږي.

 ملګرتيا ده نو. نن په تشناب کې چا په ټيلي فون مسجونه لېږل او له ځانه سره  يې خندل، چا په هنداره کې وېښتان جوړل، چا هم سينګار کاوه او چا عطرونه شيندل. په موږ کې يوه سمنتا نومېږي. موږ پرې د برتانيا د لومړي وزير د مېرمنې نوم اېښی دى.  سم کم  ( سمنتا کېمرون) يې بولو. سم کم  نو پوره انګليسه ده.

دا نورې زما په شان د نړۍ له ها خوا دې خوا راغلي دي. ټولگي کې مو د هر ځای خلک پيدا کيږي. معلم مو په خټه کردی دی. ځان کردستانی بولي. ژوند يې ډېر په جرمني کې تېر کړى دى. انگليسي چې وايي داسې په غوږ درځي لکه جرمني چې وايي.  ډېر کله هيڅ نه پوهيږو چې څه وايي. سم کم  د هغه غيبت شروع کړ ويل يې :
-          هسې مو پيسې ضايع شوې، بايد ادارې ته يې شکايت وکړو .
د کرووېشيا وېکتوريا په زړه سوي وويل :
-          کار به له لاسه ورکړي. ګناه لري.
سم کم برگه شوه :
-          د ګناه له خاطره خو خپل پيسې په سيند نه شو لاهو کولى  چې نه يې شي کولای بايد موږ شکايت وکړو. دا خو انصاف نه دی چې د ده د کار له غمه موږ هر څه پر ځان تېر کړو. مروجه ژبه خو يې بايد سمه زده وي .
ايتاليايۍ  فدريکا  په خوله کې ور ولوېده:
-          هی نجونو زه نن ډېت لرم، څنګه ښکارم.

له ډېت نه يې مطلب دا و چې له کوم هلک سره يې د ليدو ژمنه کړې. د ټولو ور پام شول. دې ته يې وکتل   .  په يوه وار ور غږ شول. هووووو.
 فدريکا  په خندا وويل :

-          په انټرنېت کې مې پيدا کړی.
 د کومې ويبپاڼې نوم يې واخيست ويل يې  ځان يې ور سره  را جستر کړى او تر اوسه ۲۰ ايميله ورغلي.
چا وپوښتله:
-          له څو سره غواړې وګورې؟
-          درې راته سم ښکاره شول. وختونه مې ورسره ايښي دي. په را روانو څو ورځو کې به درې واړه وګورم. له يوه سره نن ګورم.

لېبيايۍ صدف ورته وويل.
-          څومره وخت کيږي چې مجرده يې؟
-          دا شپږ مياشتې کيږي!!!
پر شپږو يې دومره فشار راوړ لکه شپږ کاله چې تېر شوي وي. فدريکا د خپلو خبرو په بشپړولو داسې راښکاره شوه لکه چې  خپل حالت خوند ورکړى دى. په مخ يې نور پوډر وتپل. نجونې په خپلو کارونو اخته شوې . سم کم وويل :
-          زه ادارې ته لاړم .
سم کم د چا ځواب ته ونه درېده . له تشنابه چټکه ووته. فدريکا په سينگار بوخته پاتې شوه. ويکتوريا ماته وکتل. ما صدف ته مخ ور واړاوه. هغې پر موبايل چاته پيغام ليکه. زه له تشنابه ووتلم. ويکتوريا راپسې راغله، راته ويې ويل:
-          دا ظلم دى، استاد په ژبه پوهيږي لهجه لري، د لهجې په گناه يې ولې له کاره پرې باسي؟
-          له سم کم سره څه کولى شو .
صدف هم را ووته. په سترگو کې يې اوښکې وې. زه او وېکتوريا ور مخته شو چې پوښتنه يې وکړو. هغه چابکه چابکه رهي شوه. فدريکا پسې را ووته، ويې ويل :
-          له لېبيا پيغام ورته راغلى، لکه چې په بمبارۍ کې يې څوک خوږ شوي دي .
يوه شېبه درې سره ځاى پر ځاى ودرېدو. نه پوهېدو څه ووايو. صدف مو له سترگو پناه شوه .فدريکا بېرته تشناب ته ننوته، سينگار يې لا پاتې و. سم کم راغله، ويې ويل :
-          د استاد شکايت مې وکړ
موږ څه ونه ويل. درې سره د اورگاډي تمځاي ته رهي شو. وېکتوريا په لاره وپوښتلم :
-          ستاسو د وطن څه حال دى ؟
-          تيلي فون مې بند کړى، نه غواړم پيغام واورم .
وېکتوريا موسکه شوه. په سترگو کې يې خواخوږي وه. سم کم راته وويل :
-          که خلک دې په پيغامونو په عذابوي شکايت وکړه .
ويکتوريا او ما وخندل. چې کور ته ورسېدم، ستړې وم. تلوېزيون مې روښانه کړ. لومړي وزير پر لېبيا د بمبارۍ خبرې کولې. بل خبر د ايټاليا د صدر اعظم پر جنسي اړيکو و. تلوېزيون مې بند کړ. زړه نا زړه مې خپل موبايل روښانه کړ .

د مارچ ٢٦،۲۰۱۲ کال

No comments:

Post a Comment