پوډر

د ساعت ستنې پر يوې ولاړې وې. د سهار پر يوې. د کړکۍ ښيښې لندې وې. د باندې  زوروره واوره ورېده. زما د يوې کوټې کور هسې هم د يخچال په شان سوړ وي، خو نن داسې و لکه د شمالي يا جنوبي قطب په کنګلونو کې چې جوړ وي. ماته خوب نه راته. له کړکۍ مې د باندې واورې ته کتل. په زړه کې مې ويل:

-        انګرېز ګاونډيان به مې ډېر خوشاله وي. کرسمس به له واورې سره تېر کړي. خوند به ترې واخلي.

نه پوهېدم ماته ولې خوب نه راته. يو ډول نا راحته وم. زړه مې تنګ وه. په دليل يې نه پوهېدم.

د ناستې کوټې ته لاړم. تلوېزیون مې ولګاوه.د ټولو چينلونو د سر خبر چاپېريالي بدلون وه، چې تودوخه به ډېريږي، د سمندر اوبه به ښارونه لاندې کوي .

زما عجيبه احساس په کراره نه پرېښودم. تلوېزیون مې مړ کړ. د ځان د بوختولو لپاره مې چاينکه ولګوله.چای مې جوړې کړې. د ناستې په کوټه کې کښېناستم. چوپه چوپتياوه. بايد هم وای. له ما پرته بل څوک نه و. زما نا معلومه احساس اوس په ويره بدل شوی و. يخني هم پسې ډېرېده. د چای پياله مې په دوو لاسونو کې نيولې وه. پښې مې کت کړې وې.

ما لپ ټاپ په زنګنو کېښوده. وار له واره يوه پښتو خبري پاڼې ته ورغلم. تازه په کې يو خبر ليکل شوی و. د ځانمرګي بريد په اړه و. په کابل کې شوی و. خبر ويل ډېر عادي کسان په کې وژل شوي دي.
خپله مور او ورور را ياد شول. خدای مه کړه زما د کورنۍ څوک خو به په کې نه وي؟

-        نه، نه زما خو يو ورور او مور ده. مور مې هسې هم ورور د باندې نه پرېږدي. او د  چاودنې ځای زموږ له کوره لرې دی.
-        نه نه بايد کورته زنګ ووهم.
-        او که څه شوي وه بيا؟
ځان ته مې پام شو رېږدېدم. نه پوهېږم چې له يخنۍ که له وېرې. تيلي فون مې د مېز له سره را واخيست. د کور نمبر مې ژر ژر ډايل کړ. زنګ ورته خو چا نه پورته کاوه. بيا بيا مې زنګ وواهه .
په غصه مې وويل.
-        دنيا به جوړه شي خو د افغانستان ټيلي فونونه به هيڅکله جوړ نه شي. تل به افغانستان ته ټيلي فون د زړه په دوک رخ کېده. په دريم ځل مې نمبر ډايل کړ. بيا هماغسې زنګ ورته. زما حوصله نوره ختمه وه. په ځای نه شوای کښېناستی. له  غوږۍ سره په کوټه کې شاوخوا ګرځېدم. دا څو شېبې راباندې د کال په شان تېرې شوې.
-        له ها خوا د (بلې) غږ راغی. مور مې وه.
-        بلې مور سلام
-        وعليکم سلام لورې، خېر خو دی؟
-        کراري ده، ستاسې څه حال دی؟ سبا (سباوون) چېرې دی؟
-        سباوون په کور دی ولې؟
-        هسې... خوب نه راته ما ويل چې احوال مو واخلم.
-        ستا شاوخوا ته خو هم کراري ده ها؟
-        هو
-        ښه مقصد هر څه سم وي. اوس د خدای په امان بيا به خبرې کوو.
-        په مخه دې ښه زويه.
تيلي فون مې بند کړ. زړه مې ډېر تنګ وه. ژړا راتله. غوښتل مې په چيغو وژاړم. خو شپه وه. نه مې شوای کولای. د لندن کورونه له تختو جوړ وي. ګاونډيان هر څه اوري.

چيغې مې واورېدې. د ګاونډي له کوره راتلې. کړکۍ ته ودرېدم. د باندې مې د پوليسو موټر وليد. د ګاونډي زوی يې کشاوه. مور يې چيغلې وهلې. زړه مې وشو چې ور ووځم. له پوليسو وډاره شوم. ما ويل راته وايي به چې ستا  یې له خيره .

پوليس لاړل. ګاونډۍ هم په کور ننوته. بيا کراري شوه. د ګاونډي د زوی په باب اندېښنه راته پيدا شوه چې ولې به پوليسو نيولی وي.
-        غل خو به نه وي، چاته خو به يې لاس نه وي اچولی؟
-        پوليس خو به يې ژر نه خوشې کوي؟
-        نه پوهېږم څه وخت او څرنګه وېده شوم. سهار د دروازې په زنګ را وېښه شوم. يو بل ګاونډی و. ويل يې ښاروالۍ ته ليک ليکي چې دا د څنګ ګاونډی بايد له دې سيمې وباسي. ما وپوښت:
-         ولې؟
هغه راته ويل د دوی زوی پوډر خرڅوي .
د ګاونډي له خوا په ليکل شوي ليک مې لاسليک وکړ. کور ته ستنه شوم. مور ته مې بيا زنګ وواهه. ډېرې خبرې مې ور سره وکړې راته ويل يې زموږ د کور څنګ ته نوی پوخ کور جوړېږي. دې ويل درې منزله دی. ډېر ښکلی دی. ومې پوښتله چې څوک يې جوړوي. مور مې نه وه خبره خو ورور مې راغږ کړل:
-        د پوډرو پيسې دي....

No comments:

Post a Comment