ژوند او کار

دفتر ته په اته نيمو بجو ورسېدم. دا څو ورځې رخصت وم. کمپيوټر مې ولګاوه، لګولو يې ډېر واخيست، مېز ته مې پام شو چې د چايو  ژيړ چاپونه پرې پراته و. شايد له مخکيني همکار نه پاتې و. غصه راغله خو غږ مې ونه کړ. په  کاغذ مې مېز پاک  کړ. د دفتر ايميل مې پرانيست تر ۲۰۰ ډېر ايميلونه راغلي وه. سر سري مې پرې يو نظر تېر کړ، چې د کار و پرې مې ښوده او په نورو مې د ډيليټ (پاکولو) تڼۍ راکښله له يوې مخې مې پاک  کړل.

په نوو ايميلونو کې يو راته د نا اشنا کس ښکاره شو. خلاص مې کړ او د سر څو کرښې مې يې ولوستې .
-         سلام ، ستا په باب مې اورېدلي دي. ډېر صفتونه مې ستا اورېدلي دي. وايي پاک لمنه پښتنه يې. لندن ته نوې راغلې يې. خوشاله يم چې ستا په شان نجونې پېژنم...
ايميل ډېر اوږد و. ساعت ته مې وکتل لس کمې نهه وې، همکاران مې لا نه و راغلي. د دفتر له کړکۍ  مې دباندې وکتل. تېز باران  ورېده، ليونی شمال هم ورسره مل و، ما هم ساړه احساس کړل. له ځانه سره مې وويل بايد يوه پياله چای وڅښم، سهار مې هيڅ نه و خوړلي. له دستکول نه مې يو پونډ را واخيست، له دفتره ووتم. کانتين څو پوړه لاندې و، زينو ته مې وکتل ډېرې اوږدې راته ښکاره شوې يا شايد هسې لټه به وم. د لفټ توکمه مې ووهله. د لفت ور پرانيستل شو. همکاران مې ول. اتفاقآ دوی نن يو ځای سره  برابر شوي و .

 معمولا د لندن په دې دومره ګڼه ګوڼه کې داسې کم پېښېږي. سلام او د چای ست مې ورته وکړ ټولو ويل سهارنۍ يې کړې ده. يوه همکار مې وويل:

-         ستا غوندې مجردان دي چې په کار کې چاى څښي .
-         روانه شوم، په لارې مې په ايميل فکر کاوه چې د چا به وي؟
-         نو دومره غټ ايميل څنګه دی؟

په کانتين کې مې  چاى او  بيسکېټ واخيستل پر دخل يوه تور پوستې  مېرمن ولاړه وه.  د روغبړ په دود يې هاى  راسره وکړل. د انګليسانو غوندې ورته موسکۍ شوم.
-         ٩٠ پېنسه لطفآ....چای په ۹۰ پېنسه و، تور پوستې مېرمن، پسې وپوښتلم:
-         ځوانې نجلۍ څرنگه يې؟  وروسته له ډېره وخته دې ګورم.
-         مننه ښه يم، رخصت وم تاسې څنګه ياست؟
-         زه خو بوخته يم، څنګه لا هم يوازې (مجرده) ګرځې؟ څوک دې پيدا نه کړ؟
څه مې ورته ويلي وای د ټوکې په انداز مې  د دوېمې پوښتنې ځواب  په لنډو کې ورکړ
-        تر اوسه لا نه
ترې روانه شوم  له ځانه سره مې  وويل دې تورۍ ته ګوره چې څومره يې لا ماته پام دی.

په دفتر کې د همکارانو غږونه و، موضوع د بل هر وخت په شان د افغانستان روان حالات و، ګاونډيان او نړيواله ټولنه ډېر يادېدل. ټولو سهارنۍ غونډې ته تياری نيوه، ما هم د مهمو پېښو خبرونه چاپ کړل. خو سترګې مې بيا پر ايميل ولگېدې.

-         زه هم دې وطن ته نوى راغلى يم. سبق مې ويلى دى. زما خوېندې هم  سبق وايي. زه نه غواړم چې تاسو ته سرخوږى جوړ کړم البته که تاسو غواړئ زه له تاسو سره له نژدې ليدل کتل غواړم .

غونډه پيل شوه. ايميل مې پرېښود. غونډه روانه وه چې موبايل ته مې پيغام راغى. پټ مې وليد. نمبر مې ونه پېژاند. ليکلي يې و :
-        
سهار په خير. ما غوښتل تاسو سره ووينم. بې غمه اوسئ زما او ستا ليدل به يوازې زموږ ترمنځ وي بل څوک به نه خبريږي .

موبايل مې په جېب کې واچاوه. په غونډه پوى نه شوم. له غونډې وروسته بېرته کمپيوټر ته کښېناستم. ايميل مې پرانيست. لا مې نه و لوستى چې موبايل ته مې زنگ راغى. نمبر يې نه ښکارېده. ځواب مې ورکړ. مور مې وه. له کابله يې زنگ وهلى و :
-       لورې يوه ضروري خبره ده زنگ راته ووهه .
ټيلي فون مې ورته وکړ. مور مې ويل :
-         اشرف ډېر ښه ځوان دى، اوس دلته په موسسه کې کار کوي، مور و پلار يې ستا غوښتنه کوله .
-         مورې اوس خبرې نه شم کولى په کار کې يم بيا به زنگ درته ووهم .
فون مې بند کړ. د کار مشر راته وويل:
-         ښه نو څه کوې؟
-         پوه نه شوم؟
-         ته ولې داسې گنگسه يې، په غونډه کې نه وې؟
-         اووووو 

No comments:

Post a Comment